کو ټه(ويب نيوز)د کوئټې د منګله سیمې سره تړاو لرونکې د نذیر بازئي کورنۍ د سختې وېرې او ناامنۍ له امله اړ شوې چې له خپلو پلرنیو کورونو کډه وکړي. د کورنۍ په وینا دوی ته پرلهپسې د ژوند جدي ګواښونه متوجه دي او ځانونه ناامنه احساسوي. د دوی په وینا تېر کال یې دوه وروڼه وژل شوي وو او څو ورځې وړاندې یو بل ورور هم په مبینه ډول تښتول شوی و او څلور ورځې د نامعلوم ځای سره ساتل شوی و، چې له امله یې کورنۍ کې سخت اضطراب رامنځته شوی دی. اغېزمنې کورنۍ له حکومت، امنیتي ادارو او د بشري حقونو له ادارو غوښتنه کړې چې دوی ته دې تحفظ ورکړل شي، پېښې دې شفافې وڅېړل شي او د مسؤلو کسانو پر ضد دې قانوني اقدام وشي.
