تازه خبرونه ۶ جون ۲۰۲۶

د ۱۸ کلنو کم عمره هاکي آسيا کپ: هند پاکستان ته ماتې ورکړه او فاینل ته ورسېد

کو ټه(ويب نيوز)د ۱۸ کلنو کم عمره هاکي آسيا کپ د نيمه پايلوبې په سيالۍ کې هند پاکستان ته د ۵-۳ ګولونو په مقابل کې ماتې ورکړه او فاینل ته يې لار پيدا کړه. د هند له لوري اشيش تاني په زړه پورې هېټ ټرېک وکړ او ټولټال يې ۴ ګولونه ووهل. د درېيم کوارټر تر پايه پاکستان د ۲-۱ په برترۍ کې و، خو په وروستي کوارټر کې يې خپله برتري له لاسه ورکړه. د پاکستان له لوري عديل فرحان اسلم او عزير ګولونه وکړل، خو هند په وروستي پړاو کې ۳ نور ګولونه هم ووهل او بريا يې خپله کړه. اوس به هند په فاینل کې د کوربه هېواد جاپان پر وړاندې لوبه کوي.