کوټه (نوی ژوند پښتو ویب نیوز) د بلوچستان د پلاننګ او پرمختګ صوبايي وزیر میر ظہور بلیدی ویلي دي چې بیوروکریسي د هر ریاست د نظام ملا تیر وي او د عامو خلکو د ستونزو حل، د پالیسۍ عملي کول او د حکومت چارو ښه کول د هغوی مهم مسؤلیت دی. هغه وویل چې په اوسنۍ پېچلې ادارې او داخلي حالاتو کې افسران باید خپلې دندې په مسلکي مهارت او ایماندارۍ سره ترسره کړي. دا خبرې هغه د نیپا کوټه د ۴۶م مډ کیریر مینجمنټ کورس د پای په غونډه کې وکړې، چیرې چې هغه د افسرانو د روزنې ستاینه وکړه، هغوی ته یې مبارکي ورکړه او وویل چې روزل شوي افسران د ښه حکمراني، شفافیت او عامه باور لپاره مهم رول لري.
