راولپنډۍ / کوټه (نوی ژوند پښتو ویب نیوز) امنیتي ځواکونو د بلوچستان په سرحدي ضلع پنجګور کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د «فتن الهندوستان» په نوم د یوې هندي ملاتړ لرونکې ډلې ۶ مطلوب ترهګر وژل شوي او د هغوی ګڼ پټ مرکزونه له منځه وړل شوي دي. د آی ایس پي آر د اعلامیې له مخې عملیات د ۳ او ۴ جون ترمنځ د شپې ترسره شول، کله چې امنیتي ځواکونو د ترهګرو د موجودګۍ کره معلومات ترلاسه کړل؛ د عملیاتو پر مهال سختې نښتې وشوې او وسله وال د امنیتي ځواکونو له قوي ځوابي برید سره مخ شول، چې په پایله کې یې ۶ مهم غړي ځای پر ځای ووژل شول، او پاتې سیمه د کلیئرنس عملیاتو لاندې ده ترڅو د هر ډول نورو خطرونو مخه ونیول شي.
