تازه خبرونه ۶ جون ۲۰۲۶

په البانیا کې پر اسراییلي لوبغاړو کثافات او بوټان وغورځول شول

کو ټه(ويب نيوز)په البانیا کې د فوټبال د یوې لوبې پر مهال اسراییلي لوبډلې له سخت غبرګون سره مخ شوه. د لوبې پر مهال ځینو نندارچیانو پر اسراییلي لوبغاړو کثافات او بوټان وغورځول او د اسراییل د ملي سرود پر مهال یې هم هوټنګ وکړ، چې وروسته په شخړه او ګډوډۍ بدله شوه. د لوبې په دویمه نیمایي کې یوه اسراییلي لوبغاړي ګول وواهه، د خپلې جرسي پر نښان یې ښکل وکړ او مخالفو نندارچیانو ته یې د چوپ پاتې کېدو اشاره وکړه. له دې وروسته فضا نوره هم تاوده شوه او د البانیا ځینې لوبغاړي له اسراییلي لوبغاړو سره ونښتل او یو بل ته یې ټېلونه ورکړل.