مقامی ۶ جون ۲۰۲۶

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سنجاوي مهمه غونډه، د ناامنۍ، کرنيزو مالياتو او برېښنا لوډشيډنګ پر ضد د احتجاجي تحريک خبرداری

زيارت (ويب نيوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د زيارت ضلعې کميټې مهمه غونډه د سنجاوي په تحصيلي دفتر کې د ګوند د مرکزي جنرل سيکرټري عبدالرحيم زيارتوال په مشرۍ ترسره شوه. په غونډه کې د ګوند د سياسي او تنظيمي فعاليتونو جاج واخيستل شو او د تنظيم د لا فعالولو پرېکړې وشوې. ګډونوالو په زيارت او سنجاوي کې د زياتېدونکې ناامنۍ، ترهګرۍ، اختطاف، ګرانۍ او بې روزګارۍ په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او موجوده حکومت يې د ولسي ستونزو په حل کې ناکام وباله.غونډې د شاهرګ د پېښې، د سکرو ډبرو ډکو لارويو سوځولو او د خلکو د تښتونې پېښو غندنه وکړه او ويې ويل چې دا ډول پېښې د دولتي ادارو پر کړنو جدي پوښتنې راپورته کوي. د ګوند مشرانو کرنيز ماليات ظالمانه وبلل او د هغو د سمدستي لغوه کولو، بزګرانو ته د سبسډۍ، ارزانه سرې او کرنيزو درملو د برابرولو غوښتنه يې وکړه. همدارنګه د برېښنا غيراعلانيه لوډشيډنګ، د روغتيا او تعليم د څانګو خراب حالت هم وغندل شو. د غونډې په پای کې خبرداری ورکړل شو چې که د ولس ستونزو ته سمدستي پاملرنه ونه شي، ګوند به د ولس په ملاتړ پراخ احتجاجي تحريک پيل کړي.