ډېره بګټي (نوی ژوند پښتو ویب نیوز) د پاکستان چوک ډېره بګټي کې د جوډيشل عدالت ودانۍ مخې ته نامعلومو وسله والو د پخوانۍ دښمنۍ په اساس په ډزو دوه کسان وژلي دي.د پېښې له مخې، ويز علي عرف وډو صوبازئی راهيجه بګټي په ځای کې وژل شوی، په داسې حال کې چې حاجي میران کرمانزئی راهيجه بګټي چې د دواړو اړخونو ترمنځ یې د سولې هڅې کولې، سخت ټپي شوی و.ټپي شوی کس لومړی د پي پي اېل فیلډ روغتون سوئی ته منتقل شو، خو د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.د پېښې وروسته په سیمه کې سخت ویر او اندېښنه خپره شوې ده. عیني شاهدان وايي چې د ښار په مرکزي سیمه کې، د عدالت ودانۍ مخې ته دا ډول پېښه د امنيتي وضعيت په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.د پولیسو په وینا د پېښې پلټنې پیل شوې دي او د ملزمانو د نیولو لپاره ناکه بندۍ او چاپې روانې دي.
