مقامی ۷ جون ۲۰۲۶

د اقلیمي بدلون، ککړتیا او د اوبو کمښت پر وړاندې ګډو اقداماتو ته اړتیا ده: نسیم الرحمن ملاخېل

کوټه (نوې ژوند پښتو ویب نیوز) د بلوچستان د اقلیمي بدلون او چاپېریال سلاکار نسیم الرحمن ملاخېل د چاپېریال نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پیغام کې ویلي چې اقلیمي بدلون، ککړتیا، د ځنګلونو پرېکون او د اوبو کمښت هغه جدي ستونزې دي چې د حل لپاره یې ګډو او عملي اقداماتو ته اړتیا ده.نوموړي وویل چې د بلوچستان حکومت د چاپېریال ساتنې، د طبیعي سرچینو د دوامدار استعمال، د ونو کرلو، د هوا او ځمکې د ککړتیا د څارنې، د اوبو د سرچینو د ښه مدیریت او چاپېریال دوستانه پالیسۍ جوړولو لپاره پر بېلابېلو پروژو کار کوي. هغه زیاته کړه چې سږکال د چاپېریال نړیوالې ورځې موضوع د پلاستیکي ککړتیا ختمول دي، چې د بلوچستان د چاپېریالي ستراتیژۍ سره سمون لري.نسیم الرحمن ملاخېل د تعلیمي ادارو، مدني ټولنو، رسنیو، سوداګرو او په ځانګړي ډول ځوانانو څخه وغوښتل چې د چاپېریال ساتنې په فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي او د حکومت د شنو او دوامدارو پروګرامونو ملاتړ وکړي. نوموړي ژمنه وکړه چې د بلوچستان حکومت به د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ موخو له مخې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي ترڅو بلوچستان ته یو پاک، زرغون او روښانه راتلونکی برابر شي.