تل ابیب(نوې ژوند ویب نیوز) د اسرائیلو پوځ ادعا کړې چې ایران د اسرائیل پر لور میزایلونه توغولي دي، چې له امله یې د مرکزي اسرائیل په بېلابېلو سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د خطر سائرنونه فعال شوي دي.د اسرائیلي رسنیو له مخې، د ایران له لوري د میزایلو تر توغولو وروسته په مرکزي اسرائیل کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي. پوځ ویلي چې څلور میزایلونه یې په فضا کې له منځه وړي، خو نور میزایلونه لا هم د اسرائیل پر لور روان وو.راپورونه وایي چې د میزایلو د برید وروسته د اسرائیل په ګڼو ښارونو کې سائرنونه وغږېدل او چارواکو خلکو ته امر کړی چې سمدستي خوندي ځایونو ته ولاړ شي.د اسرائیلو پوځ ویلي چې دفاعي سیسټم فعال شوی او خلکو ته د خوندیتوب لارښوونې ورکول کېږي. پوځ زیاته کړې چې کوم کسان چې د موبایل له لارې بیړنی الرټ ترلاسه کوي، هغوی دې ژر تر ژره پناه ځایونو ته لاړ شي.بل لور ته عربي رسنیو راپور ورکړی چې ایران د بیروت له برید وروسته د غچ اخیستنې خبرداری ورکړی و، چې له همدې وروسته دا تازه میزایلي برید رامنځته شو.د ایران د سپریم مشر سلاکار په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې د لبنان په ضاحیه سیمه برید به درنه بیه ولري. نوموړي ویلي چې د منځګړیتوب د هڅو پر مهال پر لبنان بمباري د مذاکراتو بهیر زیانمن کړی او ایران به د سرغړونکو ځواب د ځواک په ژبه ورکړي.
