مقاله ۷ جون ۲۰۲۶

د زرغون روډ “یخه سړک” — د کوټې یوه ورکه خاطره

لیکنه: عبدالواحد کاکړ

د کوټې زرغون روډ، چې د برتانوي دور کې یې “لټن روډ” بلل، نن د ښار له مهمو اداري او حکومتي مرکزونو څخه شمېرل کېږي. خو د دې سړک اصلي پېژندنه یوازې اداري ودانۍ نه وې، بلکې هغه طبیعي ښکلا وه چې خلکو یې د مینې او ویاړ له امله “یخه سړک” باله۔

د سړک دواړو غاړو ته لوړ چنارونه په کتار ولاړ وو. د هغوی څانګې به پورته داسې سره نښلول کېدې لکه یو طبیعي چت جوړ شوی وي. د ورځې ډېره برخه به لمر ځمکې ته نه رسېده، او د اوړي په ګرمو ورځو کې به هم دلته یخه هوا او سړه فضا محسوسېده. همدې ځانګړتیا دې ځای ته ځانګړی نوم ورکړی و۔

ویل کېږي چې دا ونې د برتانوي دور کې کېنول شوې وې. ځینې روایتونه یې له افغانستان سره تړي، خو تاریخي شواهد ښيي چې دا ډېر امکان لري د هغه وخت د منظم شجرکارۍ له سیستم څخه راغلي وي، یا له کشمیر، شمله او ډیرا دون د نرسریو څخه راوړل شوې وي. چنار ونې په دې پراخه سیمه کې له وړاندې پېژندل شوې وې، نو د دې انتقال له بېلابېلو ځایونو څخه ممکن و.

دا سیمه یوازې د ونو سیوری نه و، بلکې د مرغانو یوه ژوندۍ نړۍ هم پکې مېشته وه. زرکې، میناګانې او نور مرغان به په دې ونو کې استوګن وو، سهار به د هغوی چغارې فضا بیداروله او ماښام به فضا په یوه نرمه نغمه کې ډوبېده. دا سړک یوازې لاره نه وه، بلکې د طبیعت یو ژوندی انځور و۔

خو د وخت په تېرېدو او د ښار د پراختیا سره زرغون روډ پراخ او دوه لاین شو. د پرمختګ په دې پروسه کې ډېر زاړه چنارونه پرې شول، او هغه یخ سیوری، خنکی او ښکلا ورو ورو له منځه ولاړه. اوس دا یوازې یوه مصروفه لویه لاره ده، خو خپله طبیعي روح یې له لاسه ورکړی دی۔

کلونه مخکې یوې پېښې دې سیمې ته ژور زخم ورکړ. په هغه پېښه کې د انسانانو ژوند له لاسه ولاړ او شاوخوا اته پولیس اهلکار شهیدان شول، چې په ریډ زون کې یې دنده ترسره کوله، او ګڼ عام خلک هم زیانمن شول. د ونو په څانګو کې مېشت مرغان هم اغېزمن شول. چاودنې ټوله سیمه ولړزوله او دا د کوټې په تاریخ کې یو دردناک باب جوړ شو۔

هغه شپه لا هم په ذهن کې ژوندۍ ده. شاوخوا ۹:۲۵ بجې د سول سېکرېټریټ په بلاک نمبر ۱ کې ناڅاپه برېښنا لاړه. څو شېبې وروسته د ښیښو ماتېدو غږونه راغلل او بیا زوروره چاودنه وشوه. وروسته معلومه شوه چې د ریډ زون ډېری ودانیو ښیښې ماتې شوې وې۔

زه سمدستي له دفتره بهر راووتلم. هر ځای تیاره وه، د برېښنا پر مځکه لوېدلې تارونه او ماتې څانګې پرتې وې. لارې بندې وې، نو د فیډرل لاجز له مرکزي دروازې داخل شوم څو بل مسیر ومومم۔

د فیډرل لاجز شاته دروازه چې ګلې ته خلاصېده هغه تړلې وه، خو د حالاتو له امله خلاصه شوه. دننه هم تارونه او څانګې پرتې وې او د وېرې فضا خوره وه۔

هماغه وخت یو ټپي سړی وموندل شو چې د آی جي هاوس ته نږدې یې کور و. هغه غوښتل چې CMH ته یووړل شي. ما هغه او د هغه مېرمن په موټر کې کښېنول او روغتون ته مې ورسول. وروسته معلومه شوه چې د هغه مېرمن د بې نظیر روغتون مېډیکل سپرنټنډنټ وه۔

کله چې هغوی مې CMH ته ورسول، زه بېرته روان شوم، خو د هغه شپې منظرې—ماتې ښیښې، غورځېدلې څانګې، زخمي مخونه او خاموش سړک—تر ننه په ذهن کې پاتې دي۔

نن چې د کوټې زاړه اوسېدونکي د “یخې سړک” یادونه کوي، نو یوازې یو سړک نه، بلکې یو بشپړ دور یادوي؛ د چنارونو سیوری، یخې هوا، د مرغانو غږونه او یو ارام ښار۔

دا کیسه موږ ته دا درس راکوي چې ونې یوازې چاپېریال نه وي، بلکې د ښار تاریخ، پېژندنه او ګډې خاطرې وي۔

ونې په څو شېبو پرې کېږي، خو د هغوی سیوری بیا جوړول کلونه وخت غواړي۔