کوټه (نوې ژوند پښتو ویب نیوز) د عوامي نېشنل پارټۍ صوبایي مشر اصغر خان اڅکزي سره د بلوچستان نېشنل پارټۍ یوه مرکزي پلاوي لیدنه کړې چې مشري یې د ګوند د مرکزي کمېټې غړي میر غلام نبي مري کوله. په دې لیدنه کې د زهري پېښې او د بلوچستان پر سیاسي وضعیت تفصیلي خبرې وشوې.د پلاوي د جون په ۱۰مه د اعلان شوې شټر ډاون هړتال لپاره د د ملاتړ غوښتنه وکړه، چې وروسته اصغر خان اڅکزي د دې هړتال بشپړ ملاتړ اعلان کړ. نوموړي وویل چې د زهري پېښه یوه ډېره خواشینوونکې او له قانون څخه سرغړونکې پېښه ده او د هغې پر ضد باید ټولې سیاسي ډلې او ولس یو موټی شي. هغه د سوداګرو، کاروباریانو او عامو خلکو څخه وغوښتل چې د جون په ۱۰مه خپل کاروبارونه وتړي او هړتال بریالی کړي.
