اسلام آباد (نوې ژوند ویب نیوز) وفاقي حکومت د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال په بودیجه کې د سرکاري کارکوونکو د معاشونو د ۱۰ څخه تر ۱۵ سلنې پورې زیاتوالي وړاندیز کړی دی. د راپورونو له مخې، وزیراعظم د راتلونکي مالي کال د بودیجې په اړه په یوه غیر رسمي غونډه کې مهمې مشورې کړې دي. دغه غونډه د وزیراعظم په ماڼۍ کې ترسره شوې وه چې رسنیز پوښښ یې نه و شوی.سرچینې وایي چې په غونډه کې د عامه پراختیایي پروګرام ، مالیاتو، معاشونو او تقاعد (پنشن) د زیاتوالي په ګډون د بودیجې پر مهمو موضوعاتو بحث وشو. د وفاقي خزانې وزیر وزیراعظم ته د بودیجې پر مهمو اړخونو تفصیلي بریفنګ ورکړ او د انفلاسیون د کچې په پام کې نیولو سره یې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ۱۰ تر ۱۵ سلنې زیاتوالي وړاندیز وړاندې کړ.راپورونه زیاتوي چې وزیراعظم سپارښتنه کړې چې د شته مالي سرچینو او امکاناتو له مخې دې نورې محاسبې وشي، څو معلومه شي چې کارکوونکو ته څومره عملي او ممکنه مالي اسانتیا ورکول کېدای شي. سرچینې وایي چې د معاشونو د وروستي زیاتوالي پرېکړه به وزیراعظم شهباز شریف له خپلو ایتلافي ګوندونو سره تر سلا مشورې وروسته کوي.
