ابوجا(نوې ژوند ویب نیوز) د افریقايي هېواد نایجر په صحرائے صحارا کې یو دردناک پېښه رامنځته شوې، چې پکې لږ تر لږه ۵۰ کسان هغه مهال د تندې له کبله مړه شوي کله چې د هغوی موټر د سفر پر مهال خراب شو او دوی په سختې صحرا کې بند پاتې شول۔ دا کسان د مالي هېواد څخه د عیدالاضحی له مراسمو وروسته بېرته ستنېدل چې د لارې پر مهال یې اوبه خلاصې شوې او د اسمکه څخه شاوخوا ۸۰ کیلومتره لوېدیځ کې د سختې ګرمۍ او سختو حالاتو سره مخ شول۔ د چارواکو په وینا یوازې دوه کسان ژوندي پاتې شوي چې د اسمکه ښار ته په رسېدو سره یې خبر ورکړ، وروسته د ژغورنې ډلې د نورو کسانو مړي وموندل او هغوی په ډله ییزو قبرونو کې ښخ کړل شول۔ چارواکي وايي چې د صحارا دا لاره لا هم د ناقانونه او خطرناکې کډوالۍ لپاره کارول کېږي او د داسې پېښو خطر پکې ډېر زیات وي۔
