تازه خبرونه ۷ جون ۲۰۲۶

لارډز ټېسټ: انګلستان نیوزي لینډ ته په ۱۱۵ منډو ماتې ورکړه

لندن(نوې ژوند ویب نیوز) د لارډز په ټېسټ لوبه کې انګلستان نیوزي لینډ ته د ۱۱۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د درې ټېسټ سیریز کې یې ۰-۱ برتري ترلاسه کړه.د لوبې په څلورمه ورځ نیوزي لینډ د ۲۵۴ منډو هدف په تعقیب کې یوازې ۱۳۸ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل. د نیوزي لینډ له لوري ګلېن فلیپس ۴۴ او ډېوېن کونوې ۴۱ منډې وکړې.د انګلستان له لوري ګس اټکنسن غوره توپ اچوونکی و چې ۵ ویکټې یې واخیستې، اولي رابنسن او جاش ټنګ ۲،۲ لوبغاړي وسوځول.له دې وړاندې په لومړۍ پاڼۍ کې انګلستان ۱۴۰ منډې جوړې کړې وې، چې هېري بروک ۵۶ منډې وکړې. نیوزي لینډ په خپله لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۱۱۳ منډې جوړې کړې وې، چې اولي رابنسن ۵ ویکټې ترلاسه کړې.په دویمه پاڼۍ کې انګلستان ۲۲۶ منډې وکړې او نیوزي لینډ ته یې ۲۵۴ منډو هدف ورکړ. د سیریز دوهم ټېسټ به د جون له ۱۷مې په اوول کې ترسره شي.