مقامی ۷ جون ۲۰۲۶

مولانا فضل الرحمن سره د جې يو آی کوټې ولسوالۍ د پلاوي لیدنه، پر تنظیمي چارو مفصل بحث

کوټه (نوې ژوند پښتو ویب نیوز) د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن سره د بلوچستان صوبایي امیر سینیټر مولانا عبدالواسع په شتون کې د جې یو آی کوټې ولسوالۍ مشر مولانا عبدالرحمن رفیق او جنرل سېکرټر حاجي عین الله شمس په مشرۍ د ضلعي عاملې شورا غړو لیدنه وکړه.په دې ناسته کې د کوټې د تنظیمي فعالیتونو، عوامي خدمتونو او ګوندي چارو په اړه تفصیلي بریفنګ وړاندې شو. مولانا فضل الرحمن د ضلعي تنظیم پر فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او د مسؤلینو هڅې یې وستایلې. نوموړي وویل چې د سیمې د سولې او ثبات پر ضد دسیسې روانې دي او ولس باید د قوم، ژبې او فرقې پر بنسټ د تفرقې اچوونکو سازشونو پر وړاندې هوښیار پاتې شي.