پاکستان ۷ جون ۲۰۲۶

پاکستان ته ۱۲۳ اربه ډالرو ته اړتیا، د پورونو د ادا کولو لپاره بیا د آی اېم اېف مرستې ته د اړتیا امکان

اسلام آباد(نوې ژوند ویب نیوز) پاکستان به په راتلونکو پنځو کلونو کې د ۱۲۳ اربه ډالرو بهرنۍ مالي اړتیاوې ولري، چې له امله یې د پورونو د ادا کولو او مالي ثبات د ساتلو لپاره یو ځل بیا د آی اېم اېف مرستې ته اړتیا پیدا کېدای شي. سرچینې وایي چې پاکستان به په نږدې راتلونکو کلونو کې په بشپړه توګه د آی اېم اېف له پروګرامونو څخه د وتلو محدود امکانات ولري.د اسنادو له مخې د آی اېم اېف اوسنی ۷ اربه ډالري پور پروګرام به د راتلونکي کال په سپټمبر یا اکتوبر کې پای ته ورسېږي، خو د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال لپاره د پاکستان بهرنۍ مالي اړتیاوې ۲۱.۲ اربه ډالره اټکل شوې دي. همدارنګه په ۲۰۲۷-۲۸ مالي کال کې دا اړتیاوې د ۲۹.۸۸ اربه ډالرو ریکارډ کچې ته رسېدای شي.راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۸-۲۹ مالي کال کې بهرنۍ مالي اړتیاوې ۲۳.۵۹ اربه ډالر، په ۲۰۲۹-۳۰ کې ۲۲ اربه ډالر او تر ۲۰۳۱ کال پورې ۲۶ اربه ډالرو ته د رسېدو اټکل شوی دی. چارواکي وایي چې دا مهال د بهرنیو پورونو او ادایګیو لپاره لازمې مالي سرچینې موجودې دي.د اسنادو له مخې د راتلونکي مالي کال لپاره د کرنټ اکاؤنټ کسر ۳.۶ اربه ډالر اټکل شوی دی. آی اېم اېف پر پاکستان ټینګار کړی چې د اسعارو انعطاف منونکې تبادلې پالیسي وساتي، په داسې حال کې چې حکومت د نوي مالي کال په بودیجه کې د یو ډالر بیه ۲۹۰ روپۍ ټاکلې ده.اټکل کېږي چې په راتلونکي کال کې به د ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت شاوخوا ۳.۵ سلنه راکم شي، په داسې حال کې چې سږ کال په انټربینک بازار کې د ډالر اوسط نرخ ۲۷۸.۴۲ روپۍ و. د راپور له مخې وفاقي او صوبایي حکومتونه به په راتلونکي کال کې ۳.۲ اربه ډالره نوي بهرني پورونه هم ترلاسه کړي.