ایران(ویب نیوز)د ایران د پارلمان سپیکر محمد باقر قالیباف ویلي چې د کاغذ پر مخ اوربند او په عملي ډګر کې د هغې پرلهپسې سرغړونو د موجوده وضعیت تضادونه روښانه کړي دي. هغه ویلي تر څو چې د باور جوړونې لپاره رښتینې اراده ونه ښودل شي، د ایران غبرګون به همداسې دوام ولري. قالیباف زیاته کړه چې په سیمه کې د بېباورۍ فضا د لا زیاتېدو سبب د امریکا ناسنجیده دریځونه دي او ایران هدف لري چې د جګړې د پای او دایمي سولې لپاره هڅې وکړي، خو پر مقابل لوري باور نه شي کېدای.
