تازه خبرونه ۱۰ جون ۲۰۲۶

اسلام آباد، د پاکستان کرکټ دوه نورو لوبغاړو ته د ټیسټ کرکټ دروازې تړل کېدو امکان

کوټه (نوی ژوند ویب سائټ نیوز) د سرچینو له مخې د پاکستان کرکټ بورډ د ټیسټ سکواډ په جوړښت کې د لویو بدلونونو غور روان دی، چې له مخې یې د دوو نورو لوبغاړو نعمان علي او نسیم شاه د ټیسټ کرکټ څخه د بهر کېدو امکان ښودل شوی دی. ویل کېږي چې نعمان علي د عمر د زیاتوالي له امله په راتلونکو پلانونو کې نه شاملېږي، او د نسیم شاه د کارکردګۍ او د نظم په اړه بورډ مطمئن نه دی. په همدې اساس د اسپنرانو په توګه ابراهیم احمد او ساجد خان ته لومړیتوب ورکولو امکان شته. بل لوري ته 49 لوبغاړي د کیمپ لپاره رابلل شوي دي، چې پکې 22 ټیسټ او 27 وایټ بال لوبغاړي شامل دي، او د ون ډی کپتان شاهین آفریدی د ټیسټ کیمپ برخه نه دی، ځکه هغه تمرکز محدود اوورز کرکټ ته اړولی دی.