تازه خبرونه ۱۰ جون ۲۰۲۶

خوشدل شاه: د پاکستان پر وړاندې سیالیو کې ډېرې پرېکړې د هند په ګټه کېږي

(نوې ژوند ویب نیوز)

د پاکستان آل راونډر ادعا کړې چې د پاکستان او هند ترمنځ د سیالیو پر مهال د امپایرۍ او ځینې نورې مهمې پرېکړې اکثره د هند په ګټه تمامېږي. نوموړي په یوه تازه پوډکاسټ کې ویلي چې د پاکستان پر وړاندې لوبو کې ډېر عوامل د هند په ګټه وي، لکه د امپایرانو پرېکړې، د لوبې اړوند ځینې تنظیمي فیصلې او نورې چارې. خوشدل شاه زیاته کړه چې د دغو شرایطو باوجود کله چې پاکستان هند ته ماتې ورکوي، نو دا بریا ځانګړی خوند او زیات اطمینان لري. هغه وویل چې د هند پر وړاندې سیالۍ تل له فشار او احساساتو ډکې وي، خو د بریا ترلاسه کول یې لا زیات ارزښت لري.