کوټه (وېب نیوز)بنګلهدېش د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل د اسټرالیا پر ضد د یو ورځنیو سیالیو سیریز وګاټه. د ډهاکې په میرپور لوبغالي کې په دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ کې بنګلهدېش اسټرالیا ته په 5 ویکټو ماتې ورکړه. اسټرالیا په ټاکلو 42 اورونو کې 187 منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې بنګلهدېش د ډک ورت لوئیس مېتود له مخې د 192 منډو هدف په 35 اورونو کې پوره کړ. تر دې مخکې په لومړۍ سیالۍ کې هم بنګلهدېش اسټرالیا ته په 86 منډو ماتې ورکړې وه، او په دې سره یې په سیریز کې برلاسی ترلاسه کړی دی. یادونه کېږي چې له دې مخکې دواړو ټیمونو څلور یو ورځنۍ سیریزونه ترسره کړي وو چې ټولې اسټرالیا ګټلي وو.
