پاکستان ۱۲ جون ۲۰۲۶

د 2026-27 وفاقي بوديجې کې د دفاعي چارو او خدمتونو لپاره 3 زره 10 اربه 90 کروړه روپۍ ځانګړې شوې

اسلام آباد (وېب نيوز) وفاقي حکومت د 2026-27 مالي کال په بوديجه کې د دفاعي چارو او خدمتونو لپاره 3 زره 10 اربه 90 کروړه روپۍ ځانګړې کړې دي، په داسې حال کې چې د دفاعي ادارې د اداري لګښتونو لپاره 10 اربه 90 کروړه روپۍ بېلې شوې دي. د بوديجې د اسنادو له مخې د دفاعي خدمتونو لپاره ټولټال 3 زره اربه روپۍ ځانګړې شوې دي چې پکې د دفاعي کارکوونکو د معاشونو او نورو لګښتونو لپاره 967 اربه روپۍ شاملې دي. همدارنګه د دفاعي عملياتي لګښتونو لپاره 743 اربه 46 کروړه روپۍ او د دفاعي فزيکي شتمنيو لپاره 925 اربه 83 کروړه روپۍ ځانګړې شوې دي. د بوديجې اسناد ښيي چې د دفاعي ملکي تعميراتو او پرمختيايي کارونو لپاره هم 363 اربه 15 کروړه روپۍ ځانګړې شوې دي. حکومت وايي چې د سيمه ييزو او ملي امنيتي حالاتو په نظر کې نيولو سره د هېواد دفاعي وړتياوو پياوړتيا ضروري ده، له همدې امله دفاعي سکتور ته د پام وړ مالي سرچينې ځانګړې شوې دي.