پاکستان ۱۲ جون ۲۰۲۶

وفاقي بوديجې کې صوبو ته 8 زره 848 اربه او د مرستو لپاره 2 زره 680 اربه روپۍ ځانګړې شوې

اسلام آباد (وېب نيوز) وفاقي حکومت د 2026-27 مالي کال په بوديجه کې د صوبو د نېشنل فنانس کمېشن (اېن اېف سي) ونډې لپاره 8 زره 848 اربه روپۍ ځانګړې کړې دي، په داسې حال کې چې د بېلابېلو مرستو او ګرانټونو لپاره 2 زره 680 اربه روپۍ بېلې شوې دي. د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب د قومي اسمبلۍ غونډې ته د بوديجې وړاندې کولو پر مهال وويل چې د وفاقي پرمختيايي پروګرام (پي اېس ډي پي) لپاره يو زر اربه روپۍ او د صوبو د پرمختيايي پروګرامونو لپاره 2 زره 224 اربه روپۍ ځانګړې شوې دي. نوموړي زياته کړه چې د مرستو دغه پيسې به د آزاد کشمير، ګلګت بلتستان او نويو ضم شويو ضلعو په ګډون د بېلابېلو سيمو او سکټورونو د اړتياوو د پوره کولو لپاره ولګول شي. د وزير خزانه په وينا، د روانو لګښتونو له بوديجې څخه آزاد کشمير ته 146 اربه روپۍ او ګلګت بلتستان ته 88 اربه روپۍ ورکول کېږي. د بوديجې اسنادو له مخې د قومي پرمختيايي پروګرام لپاره ټولټال 3 زره 675 اربه روپۍ ځانګړې شوې دي چې پکې د وفاق او صوبو پرمختيايي پروژې شاملې دي.