تازه خبرونه ۱۴ جون ۲۰۲۶

د ښځو T20 نړیوال جام: د هند ښځینه لوبډلې پاکستان ته په 64 منډو ماتې ورکړه

کوټه(وېب نیوز)د ICC د ښځو T20 نړیوال جام 2026 په ګروپي سیالۍ کې د هند ښځینه کرکټ لوبډلې پاکستان ته په 64 منډو ماتې ورکړه. د برمنګهم په ایجبسټن لوبغالي کې په دې سیالۍ کې هند د ټاس ګټلو وروسته لومړی بیټنګ وکړ او په 20 اوورونو کې یې د 6 ویکټو په زیان 170 منډې جوړې کړې. د هند لپاره سمرتي منډهانا 68 منډې جوړې کړې او رچا غوش په وروستیو اوورونو کې مهم رول ولوباوه.په ځواب کې د پاکستان ښځینه لوبډله په 17 اوورونو کې په 106 منډو آل آوټ شوه. د پاکستان له لوري منیبه اقبال 41 منډې وکړې او عالیه ریاض 18 منډې ترلاسه کړې. د هند توپ اچوونکې دیپتي شرما غوره لوبه وکړه او په 10 منډو یې 5 ویکټې واخیستې، چې د پاکستان د بیټنګ لاین یې مات کړ او لوبه یې د هند په 64 منډو بریا پای ته ورسوله.