تازه خبرونه ۱۶ جون ۲۰۲۶

کیپ وردي د اسپانیا مخه ونیوله، نړیوال جام لوبه بې ګوله مساوي شوه

ایټلانټا(وېب نیوز) د فیفا ورلډ کپ 2026 په لوبه کې د اسپانیا او کیپ وردي ترمنځ سیالي بې ګوله مساوي پای ته ورسېده. اسپانیا د لوبې په اوږدو کې د توپ کنټرول درلود او ګڼ بریدونه یې وکړل، خو د کیپ وردي ګول کیپر وزینا د غوره دفاع له امله ټول خطرناک شوتونه ناکام کړل. اسپانیا له شلو څخه زیاتې هڅې وکړې خو ګول یې ونه شو کولی، او د کیپ وردي دفاعي لیکې هم ښه کار وکړ.