کوټه (ویب نیوز) د فیفا د شمېرو له مخې د ۲۰۲۶م نړیوال جام سیالیو کې په یوه ورځ د نندارچیانو د ګډون نوی نړیوال ریکارډ جوړ شوی دی. د جون په ۱۶مه نېټه د څلورو لوبو د لیدو لپاره ټولټال ۲۸۱ زره او ۲۲۳ مینه وال لوبغالو ته ورغلي، چې د نړیوال جام په تاریخ کې د یوې ورځې تر ټولو لوړه حاضري بلل کېږي. تر دې وړاندې دا ریکارډ د ۱۹۹۴م نړیوال جام په نوم ثبت و. فیفا وايي چې د سیالیو په لومړیو شپږو ورځو کې له ۱.۳ میلیونو څخه زیات کسان لوبغالو ته تللي او که دا لړۍ همداسې روانه وي، نو د ټولیز حضور نوی تاریخي ریکارډ به هم جوړ شي.
