کوټه: پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ په خپل یوه بیان کې د ګرېنډ الائنس پر ملازمینو د لاټهي چارج، تشدد او نیونو پېښې غندلې او ویلي یې دي چې حکومت باید د زور او جبر پر ځای د مذاکراتو لاره خپله کړي. ګوند ویلي چې سرکاري ملازمین له تېرو څو میاشتو راهیسې د خپلو اقتصادي حقونو، د تنخواوو د توپیر ختمولو او نورو غوښتنو لپاره مبارزه کوي، خو لا هم د هغوی ستونزې نه دي هوارې شوې. ګوند له حکومت څخه غوښتنه کړې چې نیول شوي ملازمین خوشې کړي، مقدمې بېرته واخلي او د ملازمینو او ډاکټرانو له استازو سره دې سنجیده خبرې اترې پیل کړي.
