مقامی ۱۸ جون ۲۰۲۶

ګرېنډ الائنس د صوبې په کچه د سرکاري دفترونو او تعلیمي ادارو د تړلو اعلان وکړ

کوټه (ویب نیوز)د آل ګورنمنټ ایمپلایز ګرېنډ الائنس بلوچستان مشرانو عبدالقدوس کاکړ او یونس کاکړ په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د احتجاج کوونکو پر ضد د مبینه تشدد او نیونو پر ضد به د جون له ۱۸مې نېټې څخه د نامعلومې مودې لپاره په ټوله بلوچستان کې ټول سرکاري دفترونه، تعلیمي ادارې او نور حکومتي ادارې بندې وي او د څرخ بند او لاک ډاون احتجاج به هم ترسره شي. د دوی په وینا، د جون له ۱۹مې نېټې څخه به په کوټه کې تر غوښتنو د منلو پورې پرله‌پسې پرلت پیل شي او احتجاجي لړۍ به تر هغه دوام ولري څو د ملازمینو غوښتنې ونه منل شي.