پاکستان ۱۹ جون ۲۰۲۶

د پټرولیمي توکو په بیو کې ستره کموالی، د پټرولو بیه ۷۴ او د ډیزلو ۶۷ روپۍ راکمه شوه

کوټه (ویب نیوز): وزیراعظم شهباز شریف د ولس لپاره د لویې اسانتیا اعلان کړی او ویلي یې دي چې د پټرولیمي توکو په بیو کې د پام وړ کموالی راوستل شوی دی. د اعلان له مخې د پټرولو بیه په هر لیټر کې ۷۴ روپۍ او د ډیزلو بیه ۶۷ روپۍ راکمه شوې ده. د نوو بیو له مخې به د پټرولو فی لیټر بیه ۲۹۹ روپۍ او د ډیزلو ۳۱۱ روپۍ وي. وزیراعظم وویل چې حکومت د نړیوال بازار د تیلو د بیو د کمېدو بشپړه ګټه ولس ته رسولې ده. هغه زیاته کړه چې د سختو اقتصادي شرایطو پر مهال ولس د زغم او حوصلې بېلګه وړاندې کړه او حکومت ترې منندوی دی. نوموړي وویل چې د بحران پر مهال د سپما تګلارې، پرمختیايي بودجې د سپما او سبسایډۍ له لارې خلکو ته ریلیف ورکړل شو او هېواد د انرژۍ له بحران څخه وژغورل شو. شهباز شریف د منځني ختیځ د سولې هڅې، د اسلام آباد د تفاهم یادداشت، فیلډ مارشل عاصم منیر، اسحاق ډار، محسن نقوي او د حکومتي ټیم هڅې هم وستایلې او ویې ویل چې حکومت به په راتلونکي کې هم ولس ته د لا زیاتې اسانتیا لپاره ګامونه پورته کوي.