پاکستان ۱۹ جون ۲۰۲۶

د پټرولیم توکو په بیو کې د ستر کمښت امکان، ولس ته د ریلیف تمه

کوټه (ویب نیوز) په نړیوال بازار کې د خامو تېلو د بیو د پرله‌پسې کمېدو له امله په پاکستان کې هم د پټرولیمي توکو په نرخونو کې د پام وړ کمښت امکان څرګند شوی دی. د بازار سرچینې وایي چې د پټرولو په بیه کې تر ۲۲ روپیو او د های سپیډ ډیزلو په بیه کې تر ۴۲ روپیو پورې د کمښت وړاندیز شوی دی. سرچینې زیاتوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو هیلو له امله په نړیواله کچه د تېلو بیې راټیټې شوې دي، چې اغېزې یې په پاکستان کې هم لیدل کېدای شي. خو وروستۍ پرېکړه به وفاقي حکومت کوي.