پاکستان ۲۰ جون ۲۰۲۶

د پټرولو او ډیزلو وروسته د څراغ تېلو بیه هم کمه شوه

په هېواد کې د پټرولو او ډیزلو د بیو له کمېدو وروسته حکومت د څراغ تېلو بیه هم په لویه کچه راټیټه کړې ده. د نوټیفیکېشن له مخې د څراغ تېلو په فی لیټر بیه کې 48 روپۍ 29 پېسې کمی شوی او نوې بیه 233 روپۍ 90 پېسې ټاکل شوې ده چې سمدستي نافذ شوې ده، تر دې مخکې یې بیه 282 روپۍ 19 پېسې وه، او دا پرېکړه به عامو خلکو ته مستقیمه اسانتیا برابره کړي، همدارنګه تېر ورځ د پټرولو بیه 74 روپۍ او ډیزلو بیه 67 روپۍ فی لیټر کمه شوې وه.