کوټه (وېب نیوز) د افغان قومي موومنټ مشر احمد خان د قلعه عبدالله ولسوالۍ د ګلستان په سیمه کې د ادعا شوو ډرون بریدونو سخته غندنه کړې او ویلي یې دي چې دا پېښه یوازې د یوه شخص یا ډلې پر ضد نه، بلکې د ټولې سیمې د سولې او خپلواکۍ پر ضد اقدام دی. نوموړي په خپل بیان کې وویل چې د شپې له خوا د ډرون الوتنو او بریدونو له امله په سیمه کې ویره او اندېښنه خپره شوې ده. هغه غوښتنه وکړه چې د پېښې هر اړخیزې او شفافې پلټنې وشي او مسؤل کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي. احمد خان زیاته کړه چې د جنوبي پښتونستان ارامو سیمو ته د ناامنۍ د غځولو هڅې د اندېښنې وړ دي او ټولې سیاسي او ټولنیزې ډلې باید په ګډه د دې وضعیت پر وړاندې غږ پورته کړي.
