کوټه(وېب نیوز)کوټه کې د جمعیت علمای اسلام ضلع کوئټه امیر مولانا عبدالرحمن رفیق، سېکرټري جنرل حاجي عین الله شمس، سینئر نائب امیر مولانا خورشید احمد، د اطلاعاتو سېکرټري عبدالغني شهزاد، مرستیال د اطلاعاتو سېکرټري عبدالصمد حقیار، مولانا جمال الدین حقاني او نورو مشرانو په ګډ بیان کې د بلوچستان حکومت پر مجوزه میډیا پالیسۍ سخت تحفظات څرګند کړي او ویلي یې دي چې په صحافت هر ډول بندیز د صحافتي ارزښتونو خلاف دی او د خلکو د معلوماتو حق او د بیان ازادي زیانمنوي، دوی زیاته کړه چې ازاد او مسوول میډیا د هر جمهوري نظام مهم ستن دی چې د حکومت د کارکردګۍ د څار او د ولس د ستونزو د راښکاره کولو مهم رول لري، مشرانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې مجوزه میډیا پالیسۍ دې د صحافتي تنظیمونو، تجربه کارو خبریالانو او اړوندو برخو سره له پراخ مشورې وروسته بیا ترتیب کړي تر څو د صحافت ازادي او جمهوري ارزښتونه خوندي پاتې شي.
