مقامی ۲۱ جون ۲۰۲۶

د باچا خان فکر په پښتونخوا او بلوچستان کې سیاسي شعور پیاوړی کړی، عبیدالله عابد

کوټه(وېب نیوز)په پشین کې د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مرستیال عمومي منشي عبیدالله عابد ویلي چې د باچا خان د فکر له برکته په پښتونخوا او بلوچستان کې ملي او سیاسي شعور پیاوړی شوی او د مشرانو د قربانیو په نتیجه کې خلکو ته د رایې ورکولو او په جمهوري بهیر کې د ګډون حق ترلاسه شوی دی. نوموړي د فیض آباد بنسټیز یونټ غونډې ته په وینا کې وویل چې سیاسي فعالان باید خپلې فکري او تنظیمي دندې په اخلاص ترسره کړي. هغه په سرانان کې د تاوتریخوالي او د یوه مزدور د مبینه تښتونې پېښې غندنه وکړه او له ټولو سیاسي ګوندونو یې وغوښتل چې د سولې او ټولنیز یووالي لپاره ګډ دریځ خپل کړي۔