کوټه(وېب نیوز)د عوامي نېشنل ګوند د ضلعې مشر انجینئر زمـرک خان اچکزئي ویلي چې د بلوچستان په بودیجه او پی ایس ڈی پی کې د قلعه عبدالله ولسوالۍ ته پوره پام نه دی شوی. هغه په بلوچستان اسمبلۍ کې له رسنیو سره خبرو کې وویل چې په دې ولسوالۍ کې د سختې وچکالۍ باوجود د بندونو لپاره کوم نوی پروژه نه ده شامله شوې چې دا د اندېښنې وړ خبره ده. د هغه په وینا که ژر اقدامات ونه شي نو د اوبو کمښت به نور هم جدي شي. هغه له حکومت غوښتنه وکړه چې د وچکالۍ له اغېزمنو سیمو لپاره دې د بندونو پروژې ژر تر ژره په پی ایس ڈی پی کې شاملې شي تر څو د باران او سېلاب اوبه ذخیره شي او د خلکو اړتیاوې پوره شي.
