مقامی ۲۱ جون ۲۰۲۶

د محرم الحرام په مناسبت “پیغامِ امن او اخوت” تاجر کانفرانس ترسره شو

کوئٹہ (ویب نیوز)کوئټه کې د مرکزي انجمن تاجران بلوچستان په کوربه توب او د صدر په مشرۍ د محرم الحرام په مناسبت د امن، یووالي او ورورولۍ د پیاوړتیا لپاره “پیغامِ امن او اخوت” تاجر کانفرانس ترسره شو. په دې غونډه کې د اتحاد تاجران بلوچستان، شیعه کانفرنس، د بېلابېلو مکاتب فکر علماوو، تاجرانو، انتظامیه، پولیس، ایف سي بلوچستان او د مدني ټولنې استازو په لوی شمېر ګډون وکړ.مقررینو وویل چې محرم الحرام د امن، صبر، زغم او قربانۍ درس ورکوي او ټولې طبقې باید د امنیتي ادارو سره په ګډه د امن او نظم د ټینګښت لپاره کار وکړي. په غونډه کې د ښار او صوبې د اقتصادي ستونزو او تاجرانو د شته مشکلاتو په اړه هم خبرې وشوې. ګډونوالو وویل چې ناامني د کاروباري فعالیتونو پر وړاندې لوی خنډ دی، نو د تاجرانو د خوندیتوب او د سرحدي تجارت د اسانتیاوو برابرول اړین دي.د غونډې په پای کې ګډونوالو ژمنه وکړه چې د محرم الحرام په ورځو کې به د ورورولۍ، زغم او امن فضا هر ډول حالاتو کې ساتي او د ټولنې د یووالي لپاره به خپل رول جاري ساتي.