کوټه(وېب نیوز)هرنایي کې د شهداي وطن تحریک په اپیل د 21 مئ د مانګي او 26 مئ د شاهرګ پېښو پر ضد بشپړه پہه جام هړتال ترسره شوې، چې له امله یې د هرنایي–کوئټه او هرنایي–پنجاب قامي لویې لارې او د سیمې ټولې فرعي لارې د هر ډول ټرافیک لپاره بندې پاتې شوې. د تفصیلاتو له مخې په مانګي کې نامعلومو کسانو ټرکونه سوځولي وو او ماسټر شین ګل ترین یې تښتولی او وروسته یې وژلی و، په داسې حال کې چې په شاهرګ کې د شیخ موسی بابا چونګي په سیمه کې په ډزو کې پنځه کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي وو. د دغو پېښو پر ضد احتجاجي تحریک روان دی او په هړتال کې د خلکو، په ځانګړي ډول ښځو، ماشومانو، ناروغانو او بوډاګانو ته سختې ستونزې پېښې شوې دي. د تحریک مشرانو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې په پېښو کې ککړ کسان دې ژر ونیول شي، شهدا دې رسمي شهدا وبلل شي او د سوځول شویو ټرکونو مالکانو ته دې تاوان ورکړل شي، او خبرداری یې ورکړی چې تر غوښتنو نه منل کېدو پورې به احتجاجونه دوام ولري.
