مقامی ۲۱ جون ۲۰۲۶

د پخواني افغان لښکر مشر محمد عیسی او ملګرو پر ضد مقدمه درج شوه

کوټه(وېب نیوز)د پشین د سرانان په سیمه کې پولیسو د پخواني افغان لښکر مشر محمد عیسی، د هغه د ورور عبدالله او نورو کسانو پر ضد د ډزو، برید او د امن د ګډوډولو په تور مقدمه ثبت کړې ده. د پولیسو د راپور له مخې د شخړې پر مهال ډزې شوې چې له امله یې یو تن ټپي شوی او یوې موټر ته هم زیان اوښتی دی. پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې او ویلي یې دي چې د قانون سرغړوونکو پر ضد به د قانون له مخې سخت اقدامات ترسره شي.