کوټه(وېب نیوز)کو ټه کې د بولان میډیکل کمپلیکس (بی ایم سي) روغتون کې د مبینې ډاکټرانو او طبي عملې د نه موجودګۍ او بې پروایۍ له امله د یو ځوان د مړینې غمجنه پېښه رامنځته شوې ده. د وژل شوي ځوان خپلوان وايي چې هغه په سخت حالت کې روغتون ته راوړل شوی و، خو د عملې د نه شتون له امله ورته پر وخت طبي مرسته ورنه کړل شوه او هغه خپل ژوند له لاسه ورکړ. د پېښې یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې هم خپره شوې چې پکې د عملې د نه موجودګۍ ادعا شوې، چې له امله یې خلکو سخت غبرګون ښودلی او له لوړپوړو چارواکو یې د فوري نوټس اخیستلو غوښتنه کړې ده. د وژل شوي ځوان کورنۍ او عام ولس له حکومتِ بلوچستان او د صحت له محکمې غوښتنه کړې چې د پېښې بې پرې او شفافه څېړنه دې وشي او که غفلت ثابت شي نو ذمه دارو کسانو ته دې سخته قانوني سزا ورکړل شي.
