مقامی ۲۱ جون ۲۰۲۶

په پنجګور کې د امنیتي ځواکونو بریالی عملیات، د فتنہ الہندوستان درې ترهګر وژل شوي

کوټه(وېب نیوز)په پنجګور کې امنیتي ځواکونو د خفيه معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړي او د “فتنہ الہندوستان” ډلې سره تړاو لرونکي درې شکمن ترهګر یې وژلي دي. د امنیتي سرچینو په وینا ځواکونو ته په سیمه کې د منع شویو عناصرو د موجودګۍ معلومات ترلاسه شوي وو، چې وروسته یې سمدستي اقدام کړی او د شکمن ځای محاصره یې کړی دی. د عملیاتو پر مهال د ځواکونو او ترهګرو ترمنځ سختې نښتې شوې چې په نتیجه کې درې واړه ترهګر وژل شوي دي. د آی ایس پي آر له مخې وژل شوي کسان په سیمه کې د ناامنیو، د عامو خلکو د وېرولو او تخریبي فعالیتونو کې ښکېل وو. د عملیاتو پر مهال له هغوی څخه په زیاته اندازه نشه یي مواد هم ترلاسه شوي دي چې وروسته د قانوني کاروايۍ لپاره ضبط شوي دي. امنیتي سرچینې وایي چې په بلوچستان کې د ترهګرۍ او غیرقانوني فعالیتونو پر ضد عملیات روان دي او په سیمه کې د پلټنې او صفايۍ عملیات هم دوام لري ترڅو د هر ډول ممکنه خطر مخه ونیول شي.