مقامی ۲۳ جون ۲۰۲۶

اے این پي د ډاکټر ماه رنګ بلوچ او صبغت الله شاه جي بلوچ د پرېکړو پر ضد د شټر ډاون هړتال ملاتړ اعلان کړ

کوټه (ویب نیوز) عوامي نېشنل ګوند بلوچستان د بلوچ یووالي کمېټې د مشرانو ډاکټر ماه رنګ بلوچ او صبغت الله شاه جي بلوچ پر ضد د ورکړل شويو پرېکړو په اعتراض د جولای په ۲۴مه نېټه په ټول بلوچستان کې د اعلان شوې شټر ډاون هړتال بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی. د ګوند په بیان کې ویل شوي چې یاد مشران په ناسمو او بې بنسټه قضیو کې نیول شوي او له خپل قانوني او اساسي دفاعي حق څخه محروم ساتل شوي دي، همدارنګه د عدالتي بهیر او پرېکړې پر طریقې هم نیوکې شوې دي. اے این پي ویلي چې د اختلاف د نظرونو ځپل او د سیاسي غږونو محدودول د جمهوري ارزښتونو خلاف عمل دی او له سیاسي فعالانو، سوداګرو، محصلینو، ټرانسپورټرانو او مدني ټولنې یې غوښتنه کړې چې د انصاف، د اساسي قانون د برلاسۍ او د جمهوري حقونو د خونديتوب لپاره په احتجاجي هړتال کې فعاله برخه واخلي۔