مقامی ۲۳ جون ۲۰۲۶

د غیر قانوني فعالیتونو او ناامنۍ کې د ککړو افغانانو پر ضد کړۍ نوره هم تنګه شوې

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د غیر قانوني مېشت او په جرمونو کې د ککړو افغان وګړو پر ضد عملیات زیات شوي، چې له امله یې د کوربه هېوادونو امنیتي او اداري ستونزې هم زیاتې شوې دي. ترکیه او جرمني د قتل، نشه يي توکو قاچاق او انساني قاچاق په ګډون د سختو جرمونو کې د ککړو افغانانو پر ضد سخت عملیات پیل کړي دي. راپورونو له مخې د ترکیې په آغدیر ولایت کې ۵ انساني قاچاق کوونکي او ۱۱ غیر قانوني افغان کډوال نیول شوي او وسلې هم ترلاسه شوي دي. نیول شوي کسان د ډیپورټ مرکزونو ته لېږدول شوي او ځینې یې څارنوالۍ ته سپارل شوي دي. د راپورونو له مخې یوازې په روان کال کې تر اوسه په ترکیه کې تر ۱۶ زرو زیات افغان وګړي نیول شوي دي. همدارنګه جرمني هم د سختو جرمونو مرتکب افغانانو د ایستلو لړۍ چټکه کړې او ۳۲ کسان یې افغانستان ته ستانه کړي دي او د نورو د ایستلو بهیر روان دی.