اسپورټس ډیسک (وېب نیوز) د پرو هاکي لیګ په سیالۍ کې هند د سختې مقابلې وروسته پاکستان ته ۳ پر ۴ ګولونو ماتې ورکړه.په دې سیالۍ کې د پاکستان د هاکي ملي لوبډله په پیل کې ښه لوبه وکړه او لومړي کوارټر کې مخکې شو، خو وروسته هند بېرته لوبه واخیسته او بریا یې خپله کړه.دا د پاکستان پرلهپسې ۱۳مه ماتې ده او له دې سره ټیم د راتلونکي ایډیشن له لیګ څخه بهر شو. اوس به پاکستان د نیشنز کپ کې برخه اخلي.د احصایو له مخې پاکستان په ۲۰۱۶ کې وروستی ځل هند ته ماتې ورکړې وه، او په وروستیو ۱۰ کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له ۱۸ لوبو څخه هند ۱۶ ګټلي او ۲ مساوي شوي دي.
