مقامی ۲۳ جون ۲۰۲۶

د کوټې په ګډون په جنوبي پښتونخوا کې غلا، ډاکه او سړکیز جرمونه زیات شوي، خلک له سختو ستونزو سره مخ دي، سید شراف آغا

کوټه (وېب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبایي لوړپوړي مرستیال او د کوټې د ضلعې سیکرټري ویلي چې په جنوبي پښتونخوا او په ځانګړي ډول کوټه ښار کې د غلا، ډاکې او سړکیزو جرمونو پېښو زیاتوالي خلکو ته جدي ستونزې جوړې کړې دي. هغه په خپل بیان کې ویلي چې خلک په خپلو کورونو، بازارونو او سړکونو کې ځانونه ناامنه احساسوي او جرمي ډلې په ښکاره ډول د قانون ننګونه کوي. نوموړي ویلي چې په کوټه کې د جرمونو کچه په خطرناک ډول لوړه شوې خو عملي اقدامات نه لیدل کېږي. سید شراف آغا د پولیسو پر کارکردګۍ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د شکایتونو ثبت کې ځنډ او د ایف آی آر په درج کې خنډونه عام شوي دي. هغه ادعا کړې چې ځینې جرمي ډلې ته د عملیاتو پر ځای زمینه برابریږي. هغه غوښتنه کړې چې د جرمونو پر ضد بې له توپیره عملیات وشي، د ایف آی آر فوري ثبت یقیني شي او د ولس د امنیت لپاره د پولیسو ګشت او استخباراتي نظام قوي کړل شي.