مقامی ۲۳ جون ۲۰۲۶

مولانا عبدالغفور حیدري د ماه رنګ بلوچ او ملګرو د عمر بند سزا وغندله

کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علمای اسلام (ف) مرکزي سرمنشي او د قومي اسمبلۍ غړي مولانا عبدالغفور حیدري د بي وای سي مشرې ماه رنګ بلوچ او د هغې ملګرو ته د عمر بند سزا ورکول غندلي او دا یې د انصاف له اصولو سره په ټکر کې بللي دي. نوموړي په خپل بیان کې ویلي چې سیاسي اختلافات جلا موضوع ده، خو قانون او انصاف باید پر ټولو وګړو یو شان تطبیق شي. د هغه په وینا، دا ډول پرېکړې په بلوچستان کې چې لا دمخه حساس وضعیت لري، د لا زیاتې بې‌باورۍ او اندېښنو لامل کېدای شي. مولانا حیدري ټینګار وکړ چې د بلوچستان، خیبرپښتونخوا او نورو سیمو ستونزې باید د سیاسي خبرو اترو، تفاهم او اساسي قانون له لارې حل شي، ځکه د شخړو او اختلافاتو د حل تر ټولو اغېزمنه لاره جدي او بامقصده مذاکرات دي۔