مقامی ۲۴ جون ۲۰۲۶

د بلوچستان د ورو پرمختيايي پروژو جاج، د سينيټ کمېټۍ له خوا د چټک بشپړېدو ټينګار

اسلام آباد/کوټه (وېب نيوز) د پاکستان د سينيټ د مخابراتو او پلاننګ کمېټو په ګډه غونډه کې د بلوچستان د مهمو سړکيزو او پرمختيايي پروژو پر ورو پرمختګ تفصيلي بحث وشو. په غونډه کې د بلوچستان عوامي پارټۍ پارلماني مشر سينيټر منظور احمد کاکړ د ډېره اسماعيل خان ـ ژوب سړک، کوټه ـ ژوب دوه اړخيز سړک، اين-25 ملي شاهراه (کراچۍ، کوټه، چمن) او نورو مهمو پروژو د ځنډ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له اړوندو ادارو يې وضاحت وغوښت. چارواکو د بوديجې کمښت، د ځمکو د ترلاسه کولو ستونزې او اداري خنډونه د ځنډ لاملونه وبلل او د پروژو د ژر بشپړېدو ډاډ يې ورکړ. ګډونوالو ټينګار وکړ چې د بلوچستان د بنسټيزو زېربناوو ښه والی، سوداګريزو فعاليتونو پراختيا او د خلکو د سفري ستونزو حل لپاره د پرمختيايي پروژو پر وخت بشپړېدل ضروري دي، او د پروژو د پرمختګ د دوامدارې څارنې او خنډونو د لرې کولو سپارښتنه هم وشوه.