کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام نظریاتي پاکستان مرکزي مشرانو ویلي دي چې د واکمنو جابرانه اقداماتو، د ولسي ستونزو له پامه غورځولو او ناسمو پالیسیو له امله ولس له سختې ناهیلۍ سره مخ شوی او هېواد د لا زیاتو بحرانونو پر لور روان دی. د ګوند مشرانو وویل چې حکومت د ستونزو د حل پر ځای حالات لا پسې خرابوي او د منفي بیانیې له لارې ګډوډي او بې ثباتي رامنځته کوي. هغوی د کشمیر د روان وضعیت په اړه وویل چې د ولسي غوښتنو د ځپلو او پر ایکشن کمېټې د بندیز لګولو له لارې ستونزې نه حل کېږي، بلکې سیاسي خبرې اترې او مذاکرات د ستونزو د حل یوازینۍ اغېزمنه لار ده. مشرانو غوښتنه وکړه چې د هېواد د روانو بحرانونو د حل لپاره دې سیاسي پوهه، تدبر او مذاکراتي بهیر ته لومړیتوب ورکړل شي.
