پاکستان ۲۴ جون ۲۰۲۶

د وزیراعظم شهباز شریف سره د نېشنل پارټۍ مشرانو مهمه لیدنه، د کیچ او پنجګور پرمختیایي پروژو په اړه خبرې اترې

اسلام آباد/کوټه (وېب نیوز) د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف سره د نېشنل پارټۍ مرکزي مشر سناتور جان محمد بلیدي او د قومي اسمبلۍ غړي فلین بلوچ مهمه لیدنه وکړه، چې پکې د بلوچستان په ځانګړي ډول د کیچ او پنجګور سیاسي وضعیت، روانو پرمختیایي پروژو او د ولسي ستونزو په اړه تفصیلي خبرې وشوې. د نېشنل پارټۍ مشرانو د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي په کمولو کې د پاکستان د مثبت سفارتي رول ستاینه وکړه او وزیراعظم ته یې مبارکي ورکړه. دوی نوموړي ته د کیچ او پنجګور د سفر رسمي بلنه هم ورکړه. وزیراعظم اړوندو چارواکو ته د تربت دانش سکول او د پنجګور چیدګي سړک پروژې د چټک بشپړولو لارښوونه وکړه، او د کرنې پراختیا، بزګرانو ته د پورونو ورکولو، د روزګار فرصتونو او نویو پرمختیایي پروژو په اړه هم خبرې وشوې.