کوټه (وېب نيوز) د قلات له سيمې څخه تښتول شوی حکومتي قراردادي مير ثناءالله بهراڼی د خپلو درې ساتونکو سره يو ځای بېرته خوشې شوی او په خوندي توګه خپل کور ته رسېدلی دی. مير ثناءالله بهراڼی د بلوچستان اسمبلۍ د غړې او د وزيراعلی سلاکارې هاديه نواز بهراڼۍ د تره زوی دی، چې تېره ورځ د قلات له سيمې څخه تښتول شوی و. د کورنۍ سرچينو د هغه د خوندي خوشې کېدو پخلی کړی او ويلي يې دي چې نوموړی د خپلو درې واړو ساتونکو سره روغ رمټ کور ته رسېدلی دی. د پېښې په اړه نور جزئيات تر اوسه نه دي خپاره شوي.
