پاکستان ۲۴ جون ۲۰۲۶

له مولانا سره کړې پټه خبره به تر قبر پورې یوسم، هېڅکله به یې افشا نه کړم، وزیراعظم شهباز شریف

اسلام آباد (وېب نیوز) د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ترمنځ په زړه پورې خبرې وشوې چې د ایوان فضا یې خوشحاله کړه. وزیراعظم شهباز شریف د خپلې وینا پر مهال وویل چې له مولانا فضل الرحمان سره یې په یوازېتوب کې کومه خبره کړې ده، هغه به تر قبر پورې له ځان سره یوسي او هېڅکله به یې چاته ونه وایي. په ځواب کې مولانا فضل الرحمان په موسکا وویل چې وزیراعظم ته اجازه ورکوي څو هغه خبره په ایوان کې بیان کړي. خو شهباز شریف وویل چې د مولانا دا وړاندیز نه مني، ځکه که هغه خبره څرګنده شي نو معاملات به دومره وړاندې ولاړ شي چې بیا به یې بېرته راګرځول ستونزمن وي. د دواړو مشرانو ترمنځ د دې دوستانه او طنزیه خبرو پر مهال د اسمبلۍ غړي وخندل او دا مکالمه یې په دلچسپۍ سره واورېده۔