لاهور (وېب نیوز) د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی ټېسټ کپتان او وکټ ساتونکی محمد رضوان د فټنس ستونزو له امله د ویسټ انډیز د سفر څخه د پاتې کېدو له خطر سره مخ دی. نوموړی دا مهال د پاکستان د ریډ بال کمپ برخه دی، خو راپورونه وایي چې هغه له یوې اوونۍ ځنډ وروسته کمپ ته ورګډ شوی او د ډاکټرانو تر څارنې لاندې د بیا رغونې (ری هېب) پړاو تېروي. رضوان اوس مهال له تمریناتو لرې ساتل شوی دی. د پاکستان کرکټ بورډ طبي ډله به د جولای په ۶مه د هغه فټنس ټېسټ ترسره کړي، په داسې حال کې چې د پاکستان لوبډله د دوو ټېسټ سیالیو لپاره د جولای په ۱۵مه ویسټ انډیز ته د تګ پلان لري. که رضوان بشپړ فټ نه شي، نو امکان شته چې غازي غوري او روحیل نذیر د وکټ ساتونکو په توګه له لوبډلې سره یوځای شي. محمد رضوان په خپلو وروستیو ۱۵ ټېسټ سیالیو کې ۱۱۵۷ منډې جوړې کړې دي چې پکې یوه سلیزه او ۹ نیمه سلیزې شاملې دي، او د پاکستان له بریالیو ټېسټ بیټرانو څخه ګڼل کېږي.
